د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه وايي، هلمند لپاره د طالبانو والي وژل شوی


افغان چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژلی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته ویلي ملا مزمل د می په ۲۲ نېټه په مارجې ولسوالۍ له ټپي کېدو وروسته مړ شوی دی.

طالبانو بیا د افغان چارواکو دا ادعا رد کړې ده.

د هلمند لپاره د طالبانو د والي د وژل کېدو خبر څو ورځې وروسته تر هغې خپریږي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو په بلوچستان کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په یوه راکټي برید له مینځه یوړ.

په همدې حال د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ملا مزمل او دوه نور قوماندانان قاري فدا محمد او مولوي حمید د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف بیا وايي چې د هلمند لپاره د طالبانو والي حاجي ملا عبد المنان اخوند نومیږي او هغه ژوندی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG