د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د امن کمېټۍ یو غړی او یو پولیس وژل شوی دی


د خيبر پښتونخوا د سوات په کبل تحصيل کې وسله والو د امن کمېټې يو غړی او يو پوليس اهلکار وژلي دي.

د کانجو تاڼې د پوليسو مشر رحيم خان نن مشال ريډيو ته وويل چې دا بريد نن سهر نامعلومو وسله والو محمدخان په نوم د امن کميټې پر غړي ډزې وکړي چې له وجې يې هغه او د نوموړي يو ساتونکی پوليس والا ځای په ځای ووژل شول. يو بل پوليس والا زخمي دی. چارواکي وايي په دې اړه پلټنې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG