د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دې له فرصته ګټه واخلي او د سولې خبرې دې وکړي: اوباما


ویل کېږي چې دا هغه ګاډی دی چې پکې ملا اختر محمد منصور سپور وو او بې پیلوټه الوتکې په نښه کړ.
ویل کېږي چې دا هغه ګاډی دی چې پکې ملا اختر محمد منصور سپور وو او بې پیلوټه الوتکې په نښه کړ.

پراګ - امریکايي ولسمشر باراک اوباما ویلي، د ملا اختر محمد منصور تر وژنې وروسته دې طالبان له ((موقعې یا فرصته ګټه واخلي او له افغان حکومت سره دې د جوړجاړي پر بهیر ورګډ شي.))

د مې پر ۲۳مه د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، د سولې خبرې، د افغانستان شخړې هواري ((یوازینۍ او واقعي لار)) ده.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې د طالبانو مشر ملا اختر منصور وژنې پخلی شوی دی.

افغان چارواکي وايي، منصور د مې پر ۲۱مه په بلوچستان کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. تر دې مخکې د امریکا دفاع وزارت هم ویلي ول چې ((کېدای شي)) په ډرون برید کې وژل شوی کس ملا اختر منصور وي. خو اوس ولسمشر باراک اوباما د هغه د وژنې رسمي تصدیق وکړ.

ویل کېږي تر وژنې وروسته د ملا اختر منصور مړی د کوټې روغتون ته یووړل شو
ویل کېږي تر وژنې وروسته د ملا اختر منصور مړی د کوټې روغتون ته یووړل شو

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پر ډرون برید انتقاد کړی او دا یې د خپلواکۍ ضد بللی دی.

د اوباما په بیان کې راغلي: د طالبانو مشر ملا اختر منصور له مرګ سره ((موږ د یوه داسې سازمان مشر لرې کړ چې پر امریکايي او اېتلافي ځواکونو یې د حملو پلانونه جوړول او بریدونه یې کول او د افغانانو پر ضد یې جګړه کوله.))

بیان طالبانو ته په اشاره ویلي چې د ((القاعدې په څېر له سختدریځه ډلو سره )) موازي ولاړ دي.

سپینه ماڼۍ وايي، منصور د ((سولې جدي خبرو او د هغه تاوتریخوالي ختمولو)) په لړ کې د افغان حکومت هڅې رد کړې چې له کبله یې په افغانستان کې ((ګڼ سړي، ښځې او ماشومان وژل شوي دي.))

واشنګټن به له اسلام اباد سره د ((ګډو اهدافو)) په برخه کې کار کوي چې په هغه هېواد کې ((ترهګرو ته پټنځای ورنکړل شي))
اوباما

بیان وايي، همدا وخت دی چې طالبان د افغانستان تلپاتې سولې او ثبات لپاره خبرو ته کښېني.

ولسمشر باراک اوباما ویلي، امریکا به د افغان ولس تلپاتې ملګري په توګه د هغه هېواد امنیتي ځواکونو په پیاوړتیا کې مرسته کوي او د سولې او پرمختیا په برخه کې به د ولسمشر اشرف غني او ملي یووالي حکومت د هڅو ملاتړ کوي.

اوباما وايي، ((موږ به د هغو سختدریځه شبکو پر ضد اقداماتو ته دوام ورکوو چې امریکا په نښه کوي.))

ولسمشر باراک اوباما وايي، له اسلام اباد سره کار کوي چې ((ترهګر)) له پټنځایونو بې برخې کړل شي
ولسمشر باراک اوباما وايي، له اسلام اباد سره کار کوي چې ((ترهګر)) له پټنځایونو بې برخې کړل شي

د پاکستان په اړه په بیان کې راغلي چې واشنګټن به له اسلام اباد سره د ((ګډو اهدافو)) په برخه کې کار کوي چې په هغه هېواد کې هغه ((ترهګرو ته پټنځای ورنکړل شي)) چې ولسونه په نښه کوي.

بیان وايي، د کلونو تر جګړو وروسته، وخت راغلی دی چې افغان ولس او سیمه یو جلا او ښه راتلونکې ولري.

ولسمشر باراک اوباما د خپل هېواد پوځ او استخباراتي ادارو مننه کړې او زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د ولسونو په نښه کوونکو ته ((په سپینه پیغام)) ورکړی چې یو ځای به هم ((پټنځای پیدا نکړي.))

ملا اختر منصور د ۲۰۱۵ز کال په جولای کې هغه مهال د طالبانو نوي مشر په توګه کار پیل کړ چې د پخواني مشر ملا محمد عمر مړینه په ډاګه شوه. د ملا عمر مړینه تر دوو کلونو پټه ساتل شوې وه.

XS
SM
MD
LG