د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا د طالب مشرانو له منځه تلل، وسلوال فعالیتونه ټکني کوي؟


د طالبانو دوه پخواني مشران
د طالبانو دوه پخواني مشران

د افغان طالبانو مشر د خالي په ورځ د بلوچستان په دالبندین سیمه کې په یو ډرون برید کې ووژل شو. خو پوښتنه داده چې که د وسله والو ډلو مهم مشران که مړه شي او یا هم ووژل شي نو په وسلوالو بریدونو کې کې کمی راتلی شي او کنه؟

د امنيتي چارو کارپوه او د پاکستان د پوځ پخوانی جرنيل طلعت مسعود ددې پوښتنې په ځواب کې وايي:

« بالکل ډېر فرق پرېووځي، ځکه چي د وسلوالو ډلو د کمانډ او کنټرول ټول واک د مشر سره وي او چي کله يو مشر ووژلی شي، نو د وسله والو په حوصله ډير فرق پرېووځي، حوصلي یې ماتي شي، او بیا په خپلو کې یې د مشر تابه په سراختلافات هم رامنځته شي، ځکه چي په دغو ډلو کې د نوي مشرتابه د ټاکلو لپاره کوم نظام موجود نه وي. »

خو دپاکستاني پوځ د استخباراتي ادارې ايي ایس ايي يو پخوانی بریګيدير سعدمحمد خان بیا د جرنیل طلعت مسعود سره متفق نه ښکاري او زیاتوي:

« زما په اند دومره فرق نه پرېباسي، ځکه چي په دې ډول ډلو کي داسی کسان موجود وي چي هغوی رامخکې شي او مشري په لاس کي واخلي، خو ددې وژنو دوه نتيجې رامنځته کيږي، یوه دا چي دغه ډلي بیا په وړو وړو ډلو کي تقسيم شي ددي له وجي یې فعالیتونو کي هم کمی راشي او بیا په خپلو کي یې جنګ شروع شي . د ملا محمد عمر له مړيني وروسته موږ وليده چي د ملا منصور او ملا رسول ډلو بیا په زابل او فرا ولايتونو کي په يو بل بريدونه پيل کړل. »

بلخواد افغان چارو کارپوه رحيم الله يوسفزي بیا وايي چی دا ډول ډلو سره هميشه د مشر تابه متبادل وي.

« زما په فکر د دا ډول مشرتابه وژنو سره تحریکونه کمزوري هم شي او بیا په ډلو کې هم تقسيم شي، څنګه چي موږ وليده چي د ملا عمر له مړيني پس هم دا ډول خبرې رامنځته شوي خو دا ډول وسله والو ډلو سره هميشه يو متا بدل موجود وي. »

د ملا محمد عمر له مړینې وروسته، د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ هم د وسله والو ډلو ترمنځ اختلافاتو سر راپورته کړی و. کارپوهان ګڼي چې د ملا منصور له وژل کېدو وروسته به طالبان نور هم وویشل شي.

XS
SM
MD
LG