د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې د اچين ولسوالۍ اړوند د شډل په کرکڼې سيمه کې د بې هوابازه الوتکې په بريدونو کۍ ٩ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر نه د اتوار د ورځې په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه بريد نن شا وخوا لس بجې تر سره شوى چې د يو تن قوماندان عبدالله په ګډون پکې ٩ تنه داعش وسله وال چې ټول یې پاکستانيان دي، وژل شوي دي.
خبرپاڼه کاږي چې په ياد بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.د دغه برید په اړه داعش وسله والو تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.