د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د داعش یو قومندان خپل ۱۱ ملګري وژلي 


د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کرکڼې سیمه کې د داعش وسله والې ډلې يو تن سرګروپ زمین خان چې په ابوبکر مشهور دی خپل ۱۱ تنه ملګري په ډزو وژلي دي.

د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره د جمعې د ورځې په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې یاد سرګروپ له پېښې وروسته د تښتېدو په حال کې وسله والو طالبانو په ټپي حالت کې نيولي دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG