د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پوځ وايي شپني عملیات یې ګټور دي


د افغان وسله وال پوځ لوی درستیز شپني عملیات د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره ګټور بولي.

جنرال قدم شاه شهیم د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې افغان پوځیان په ۲۴ ساعتونو کې یواځې د شپې له خوا لس پوځي عملیاتونه ترسره کوي.

“موږ په ۲۴ ساعتونو کې یواځې لس شپني عملیات ترسره کوو. د شپې له خوا زموږ عملیاتونه بریالي دي.”

شهیم د شپې عملیاتو د اغیزمنتیا په باب په یوه مثال سره وویل چې یواځې په یوه شپه کې افغان خاصو ځواکونو په بغلان کې د سرخ کوتل په سیمه کې څلور وسله وال مخالفین وژلي او دوه تنه نور یې نیولي دي.

جنرال شهیم دا هم وویل چې وسله وال مخالفین که څه هم ډېرې هڅې کوي خو په دې نه دي بریالي شوي چې د افغانستان د خاورې یوه برخه له افغان ځواکونو ونیسي.

XS
SM
MD
LG