د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرویز رشید:د کډوالو لپاره دې د سولې زون جوړشي


د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پرویزرشید د سېشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان پولې ته نږدې د افغانستان په خاوره کې د سولې زون یا ساحه دې جوړه کړای شي څو له افغانستانه خلک پاکستان ته کډوالیدو ته اړ نه شي.

نوموړي دغه څرګندونې د سېشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ټیکاو د انستیتوت لخوا د کډوالو د بحران او په نتیجه کې یې ملي او نړیوال امنیت ته د ورپېښو ننګونو په اړه یوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

پرویز رشید دا هم وویل چې سیمه ایز هېوادونه، نړیوالې ادارې او نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د اقتصادي مواقعو د پیداکولو، د مهارتونو د زیاتولو او د جنګ ځپلو خلکو د پرمختګ لپاره همکاري وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG