د قبایلي سیمو د قامي اسمبلۍ ځیني غړي وایي، حکومت په قبایلي سیمو کې د بیا ودانۍ کارونو لپاره شاوخوا ۱۶ اربه روپۍ منظورې کړې دي خو وېره ده چې په دې کې به زیاتره د چارواکو جیبونو ته ولاړې شي.
د باجوړ ایجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدین د دوشنبې په ورځ مشالراډیو ته وویل چې له حکومته یې غوښتنه کړي چې ترقیاتي کارونه دې د دوی تر څارنې لاندې وشي.
د شمالي وزیرستانه د پارلېمان غړي محمد نزیر مشال راډیو ته وویل، فاټا ته چې کومې پیسې راځي هغه د سړکونو ، روغتونونو او سکولونو پر ځای په غونډو او شخصي کارونو لګول کېږي.