د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم دروازه پر څلورمه ورځ هم تړلې وه


د خېبر انتظاميې چارواکي وايي، پر تورخم پوله د خاردار تار لګولو او تعمیراتي کار په لانجه د پاکستان او افغان چارواکو ترمنځه د مذاکراتو څلورم پړاو هم بې نتیجې پای ته رسېدلی دی خو نن د دوی ترمنځ یوه بله ناسته هم امکان لري.

په تورخم کې کاروباري مرکزونه او سرکاري دفترونه هم بند دي، او چې کوم مساپر په لواړګي کې دېره شوي ول هغوی بیرته پېښور ته ستانه شوي دي.

افغان چارواکو ویلي دي چې پاکستاني چارواکي دې دغه دروازه د انساني همدردې په بنیاد خلاصه کړي خو بیا پاکستاني چارواکي وایي، تر هغو به یی نه خلاصوي چې پر پوله ورته د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د خاردار تار لګولو او د تعمیراتي کار اجازه نه وي ورکړل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG