د قبايلي سيمو ځوانان ګيله لري چې د فاټا راتلونکي اييني حېثيت ټاکلو لړ کې له دوی او ميرمنو پوښتنه نه کېږي.
د قبايلي سيمو زده کوونکو سازمان مشر شوکت عزيزد جمعې په ورځ په پېښور کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې د قبايلي نظام په روان اصلاحاتي عمل نيوکې وکړې او وي ويل چې د وزيراعظم د سلاکارپه مشرۍ اصلاحاتي کميټۍ له ځوانانو او ميرمنو سره مشاورت نه دی کړی.
د پاکستان وزيراعظم د قبايلي سيمو اييني حېثيت ټاکلو لپاره د خپل مشر سرتاج عزيز په مشرۍ کميټي ټاکلې چې د چارواکو په خبره له قبايلي مشرانو سره ملاقاتونه او مشورې کوي خو د قبايلي سيمو سياسي اتحاد او ځنې ځوانان تور لګوي چې دغه کميټي يواځې له حکومتي کسانو سره د قبايلي سيمو د اصلاحاتو په اړه ملاقاتونه کوي.