په شام کې اپوزېشن پلوه فعالان وايي چې د هیواد په په شمال کې د کډوالو پر یو کېمپ هوايي برید ۲۸ کسان وژلي دي.
په لندن کې مېشته دشام د بشري حقونو ډله وايي دا برید د پنجشنبې په ورځ د ترکي پولې ته نژدې د ادلیب ولایت په سرمدا سیمه کې شوی دی.
دا تر اوسه نه ده څرګنده چې دا برید چا کړی دی او په وژل شوو کې د کوم عمر کسان شامل دي.