د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي، په کورمه کې يې د تعليم عامولو لپاره ګامونه اخېستي چې ورسره به د جېنکو لپاره د زده کړو په تر لاسه کولو کې اساني پېداشي.
په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازي ساجد حسين طوري مشال راډیو ته وويل چې پاړه چينار او ځېنو نورو ځايونو کې له ۲۰۱۳ کال راهيسې ۲۹ نوې سکولونه يا ښوونځي جوړ شوي دي.
خو په همدې حال کې د قبايلي سیمو د زده کوونکو سازمان مشر شوکت عزيز مشال راډیو ته وويل چې ځمکني حقيقتونه تر دې ډېر بدل دي نو ځکه بايد حکومت ژر تر ژره ترهګرۍ او فرقه ييزو شخړو کې وران شوي سکولونه بېرته جوړ کړي.