په ننګرهار کې امنیتي ځواکونو ۸ مشکوک کسان د یوې اسټرالیایې ښځې د تښتولو په تور نیولي دي .
کاترین جین ویلسن په جلال اباد کې د [زردوزي] په نوم ټولنه درلوده چې له ښځوسره مرسته کوي .
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی د جمعې په ورځ مشال راډیوته وویل چې د کاترین جین ویلسن د تښتولو پېښه مخکې له مخکې پلان شوې وه .
نوموړي زياته کړه، ابتدايي څیړنې څرګندوي چې په پېښه کې یوه غیر سرکاري اداره ځیني کارکونکي لاس لري خو دوی هڅه کوي چې پوره معلومات ترلاسه کړي او دا ښځه و موندي.
کاترین ویلسن د چارشنبې په سهار نا څرګندو کسانو د خپل کار له ځایه تښتولې ده دې پلار له تښتونکو د خپلې لورد ازادۍ غوښتنه کړې ده.