د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ پولیس یو کس د خپلې خور وژنې په تور نیولی


د کراچۍ پولیس وايي، یو کس یې د غیرت په نوم د خپلې خور وژنې په تور نیولی دی.

د پېښې پلټونکي افسر ګلزار احمد تېر مازیګر رسنیو ته وویل، د حیات خان په نوم دې ۲۰ کلن کس د پخلنځي په چړې د خپلې ۱۶ کلنې خور سمېرا مرۍ غوڅه کړې.

ده وویل، دا پېښه د چارشنبې پر ورځ په اورنګي ټاون سیمه کې شوې او پر نجلۍ تور وو چې له یوه سړي سره یې په ټیليفون خبرې کولې.

پلټونکي وايي، د نجلۍ پر سینه، مرۍ او ملا هم د چړو ګوزارونه شوي دي. په موبایل ټیليفون په جوړه شوې یوه ویډیو کې سمېرا په ژوبل حالت کې ښودل شوې ده.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن کراچۍ څانګې د پنجشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل، په هغه هېواد کې د غیرت په نوم د وژنو مخنیوي او جنايي قوانین شته چې سم نه عملي کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG