د افغانستان کونړ ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په دې ولایت کې د ګوزڼ ناروغۍ دریېمه پېښه هم موندل شوې ده.
د کونړ عامې روغتیا سرپرست ریس ډاکټراحسان الله فضلي مشال راډیو ته وویل، په تېرو څو ورځو کې دا د ګوزڼ ناروغۍ دویمه پېښه ده چې په شلتن ولسوالۍ کې ثبتېږي.
شلتن د کونړ یوه له ناامنو ولسوالیو ده چې په کې میشتې وسله والې ډلې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسینونو ورکولو مخالفت کوي.
ډاکټر فضلي وايي، دوی ویره لري چې که په دې سیمه کې ماشومانو ته د ګوزڼ د واکېسونو د ورکولو اجازه ورنه کړل شي، د دې ناروغۍ پېښې به زیاتې شي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې له هغو درې هېوادونو څخه دي چې لاهم په کې د ګوزن ناروغي پېښې لیدل کېږي.