د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بېګا مشال راډیو ته وویل، په کندوز کې حالات د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.
ده وویل، د دفاع وزارت د بیړنیو حالاتو مبارزې لپاره اضافي ځواک لري، خو دا مهال کندوز ته د نورو سرتېرو استولو ضرورت نشته.
تېره اوونۍ وسله والو له څو خواوود کندوز پر ښار او دوو ولسوالیو حملې وکړې خو وزیري زیاتوي، وسله وال یې په شا تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې وراړولې ده.
وسله والو د نوموړي دعوو په اړه څه نه دي ویلي.