د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا کانګرېس: ايران ډالر کارولو ته مه پرېږدئ


د امريکا کانګرېس مشرانو د دې هېواد بهرنيو چارو وزير جان کېري ته خبرداری ورکړی چې له ايران سره دې د نړيوالو قدرتونو تر اټومي لوظنامې وروسته اقتصادي ګټو رسولو کې مرسته ونکړي. د کانګرېس مشرانو په داسې حال کې دا خبرې کړي چې نن د جمعې په ورځ يو ځل بيا جان کېري له خپل ايراني سيال جواد ظريف سره په نيويارک کې ليده کاته کوي.

د امريکا د استازو جرګې مشر پاول راين د پنجشنبې په ورځ وويل چې امريکايي انتظاميه بايد ډالر يا د امريکا مالياتي نظام ته د ايران د مستقيم يا غېر مستقيم رسايي ورکولو غوښتنه رد کړي. نوموړي زياته کړه، دوی هيله من دي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري به خپل ايراني سيال جواد ظريف ته همدغه پېغام ورکړي. د استازو جرګې نورو غړو هم له راين سره همږغي وښودله. د دې جرګې د اکثريت مشر کېوين ميکارتې پر ټويټر ويلي چې دوی به په هيڅ توګه ايران ته دا موقع ورنکړي چې ډالر ته لاره پيدا کړي. دا څرګندونې تر هغه وروسته شوې چې د امريکا استازیو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې مشر ايډ رويس د روانې اوونۍ په پېل کې يو بِل وړاندې کړی چې له مخې يې انتظاميه له دې راګرځوي چې له ايران سره په تجارتي معاملو کې له ډالره کار واخلي.

د استازیو جرګې مشرانو پر خبرداري سربېره د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي د پنجشنبې په ورځ وويل چې په اقتصادي بنديزونو کې د نرمي موضوع به د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ملاقات په اجنډا کې شامل وي.

ايران او همدا رنګه اروپايي او اسيايي بانکونه غواړي چې پر ايران د امريکا لخوا لګېدلي پاتې بنديزونو کې نرمي راولي چې دا ډول دا هېواد د ډالر او مالياتي نظام د استعمال جوګه شي. پر دې سربېره دوی دا هم غواړي چې امريکا په ډاګه کړي چې د قوانينو له مخې يې کوم بانکونه او تجارتونه څه کولای او څه نشي کولای چې دا ډول دوی هغه تجارتي معاملې او کاروبارونه پر مخ يوسي چې اېټمي تړون يې اجازه ورکوي.

که څه هم د تېر کال جولايي مياشتې د اېټمي تړون له مخې، د ايران د اېټمي فعاليتونو د بندولو په بدل کې له ايرانه نړيوال اقتصادي بنديزونه ليري شول خو اوس هم دغه هېواد د بليسټک ميزايل د تمريني فعاليتونو، د ترهګرۍ ملاتړ او په تورن ډول د بشري حقونو د سرغړونې په خاطر د امريکا د ځينو مالي بنديزونو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG