افغان چارواکي وايي چې په کابل کې شوی برید حقاني شبکې او لښکر طیبه د پولې له هغې خوا تنظیم کړی وو.
دا خبره د کابل د امنیت مشر محمد عمر عزیزي کړې ده.
نوموړي ویلي چې دې ډلو ښايي د دې برید پر پلان په میاشتو کار کړی وي.
د پاکستان له خوا تر اوسه په دې اړه څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کابلد تېرې ورځې برید کې تر ۶۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۵۰ کسان ټپیان شوي دي. د یاد وزارت په وینا، په نښه شوو کې زیاتره عام وګړي دي.