د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو استادانو احتجاجي ناسته پیل کړې


په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو د ښوونکو یا استادانو احتجاج د زیارت پر ورځ هم دوام لري.

دې ښوونکو پر چارشنبې یا شورو د دې لپاره د اسلام اباد خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړه چې د دوی په وینا، له کلونو راهیسې یې د ترقۍ عمل بند دی.

د ټولو قبایلي سیمو ښوونکو سازمان دا غړي ادعا کوي چې په تېرو پنځو کالو کې د قبایلي سیمو ۴۸۰۰۰ ښوونکو ترقۍ نه دي شوې.

د یاد سازمان مشر خان مالک مسود مشال راډیو ته وویل چې حکومت له دوی سره کړې ژمنې نه دې پوره کړې.

د حکومت او دې ښوونکو ترمنځ منځګړیتوب کوونکی سېنېټر اورنګزیب خان وايي، بیا به هم حکومت ته ورځي چې دې ښوونکو ته خپل حق ورکړي.

د پاکستان وفاقي حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG