د پاکستان قبايلي سيمو استادانو تنظيم اعلان کړی چې سر له سبا به په فاټا کې ټول پرایمري، مډل او های سکولونه تړي.
د تنظيم غړو دا اعلان د سېشنبې په ورځ په پېښور کې د يوې مظاهرې پر مهال وکړی او وې ويل چې تر څو د دوی ترقياني نه وي شوي نو احتجاج به جاري ساتي.
قبايلي استادان وايي چې دوی د ۲۰۱۲م کال راهيسې د ترقيانو غوښتنه کوي او په دې لړ کې احتجاجونه او مظاهرې هم کړي خو چارواکو مثبت ځواب نه دی ورکړی.