پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په پنجاب کې د مجرمينو ډلو پر ضد عملیاتو کې تر اوسه ۱۷ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان سرکاري ټي وي د شنبې په ورځ ويلي دي چې په وژل شوو کې ۶ پوليس او ۱۷ د چوټو ګېنګ په نامه د مجرمې ډلې کسان دي. ټي وي زياتوي چې د پنجاب په راجن پور ضلع کې د يادې ډلې پرضد عمليات اخرۍ مرحلې ته داخل شوي دي.
د جمعې په ورځ د پاکستان پوليسو ويلي وو چې چوټو ګېنګ ۲۴ کسان یرغمل کړي دي چې په کې ځېنې امنیتي سرتېري هم شامل دي.
پوليس زیاتوي، ياده ډله د پنجاب،سند او بلوچستان له سرحدونو سره په لګېدلې سیمو کې مجرمان فعالیتونه کوي.