د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د القاعده برصغير دوه وسله وال وژل شوي 


د کراچۍ پوليسو د ترهګرۍ مبارزې څانګې (سي ټي ډي) مشر راجه عمرخطاب د چارشنبې په ورځ خبريالانو ته ويلي دي چې د سېشنبې په شپه د ښار ګلشن معمار سيمه کې د يوې عملیاتو پرمهال يې د القاعده برصغير دوه وسله وال وژلي دي.

د پوليسو د مشر په وینا چې د دغه وسله والو پېژندګلو د رېحان او حماد په نومونو شوې او يو بل وسله وال ابوهرېره يې ژوندی نيولی دی.

د پوليسو په وینا چې د عملیاتو پرمهال يې د بارودو جوړولو کارخانه،د سل کلو زيات بارود ، لاسي بمونه او يو موټر سايکل هم ترلاسه کړی دی.

راجه عمرخطاب زياتوي چې دغه وسله وال د پوليسو او رېنجر په چوکيو بريدونو او ښار کې د بارودو په رسد کې هم ککړ وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG