د پاکستان د کراچۍ چارواکي ادعا کوي چې په دې ښار کې يې د القاعده برصغير څانګې څلور مشکوکه وسله وال نيولي دي،
بلخوا په دې ښار کې وسله والو درې شيعه وګړي په ډزو وژلي دي .
د کراچۍ پوليس چارواکو نن رسنېو ته ويلي دي چې د کراچۍ صدر سيمې سره نزدې پوليسو د خالي په شپه ناوخته د عملیاتو پر مهال د القاعده برصغير څانګې څلور وسله وال ونيول چې د دوي په خبره دغه څلور واړه تعليم يافته دي او يادې ډلې لره به يې له ښاره مالي مرستې ټولولې.
بل خوا په کراچۍ کې د جمعې په ورځ درې شيعه وګړي وژل شوي چې پکې پلار او زوی هم شامل دي. د پېښې ذمه واري تحريک طالبان حکيم الله محسود ډلې منلې ده.