د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې روغتون ته ۱۵مړي راوړل شوي


د کوټې روغتون ته د ۱۵هغو کسانو مړي راوړل شوي چې سرکاري چارواکو یې په قلات او سیوۍ سیمو کې د وژلو ادعا کړې وه.

دوې ورځې وړاندې په کوټه کې د ملېشه ځواک ویاند رسنیو ته خبر ورکړی وو، چې د دوی سرتېرو په قلات او سیوۍ سیمو کې ۱۵ بلوڅ ازادي غوښتونکي وسله وال وژلي دي چې د جمعې په ورځ یې د ټولو وژل شويو مړي د کوټې سرکاري روغتون ته راوړل.

بلخوا د تری تم شویو بلوڅو لپاره د کارکوونکي سازمان وایس فار بلوچ میسینګ پرسنز مشر نصرالله بلوڅ بیا وايي، دوی اندېښنه لري چې دا وژل شوي کسان به هغه تری تم کړل شوي بلوڅان وي چې په خبره یې استخباراتو وړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG