د لاسرسي ځای

تازه خبر

 افغان طالبانو د ملا محمد عمر زوی د پوځي شورا مشر ټاکلی


افغان طالبانو د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر زوی ته په خپله ډله کې لویه چوکۍ ورکړې ده.

د طالبانو لخوا خپور شوی نننی بيان وايي چې د ملا عمر مشر زوی ملا محمد يعقوب د دې ډلې د پوځي شورا مشر ټاکل شوی دی.

يعقوب او د هغه اکا عبدالمنان دواړه د طالبانو د مشرتابه شورا غړي ټاکل شوي دي.

دوی دواړو په لومړي سر کې د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور د ټاکنې مخالفت کړی وو.

ځينو طالب مشرانو پر ملا منصور تور پوری کړی و چې د ملا عمر مړينه يې پټه ساتلې وه.

داسې ښکاري چې د طالبانو په شورا کې به د ملا عمر د زوی او ورور ټاکنه د ملا منصور حيثيت قوي کړي ځکه نوموړی تر اوسه په تحريک کې دننه د ځينو ډلو له مخالفت سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG