د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې پوځي عملیات پېلیږي”


په نږدې راتلونکي کې د ننګرهار ولايت په څو ولسواليو کې د افغان ځواکونو له خوا پوځي عمليات پيلېږي.

د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼي مشال راډيو ته وويل، مخکې تر دې چې دولت-ضد وسله وال خپل پسرلني فعاليتونه پيل کړي، دوى دغه عمليات په پام کې لري:

"دغه عمليات ښايي په خوګياڼيو، اچين، چپرهار، هسکې مېنې، کوټ، بټي کوټ او ځينو نورو ولسواليو کې چې هلته خلک زيات تګ راتګ کوي او مخالفینو په پسرلي کې لويو لارو ته ستونزې پيدا کوي، ترسره شي."

د ننګرهار په څو ولسواليو کې تر دې مخکې هم پوځي عمليات شوي، خو داسې ښکاري چې د وسله والو فعاليتونه لا ختم شوي نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG