د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکیه کې موټر بمي برید، اووه پولیسان وژل شوي


ترکیه وايي، د هېواد په کرد مېشته سیمه دیار باقر کې پر یوه ګاډي په بمي برید کې اووه پولیسان وژل شوي او له ۲۰ زیات ژوبل دي.

یوه شخصي خبري اژانس وویل، تېر مازیګر د یوه موټر بم په وسیله پر هغه بس برید وشو چې د پولیسو ځانګړي سرتېري پکې سپاره ول. اژانس د کردي یاغیانو لپاره د حکومتي کلیمي په کارولو وویل، دا حمله ((ترهګرو)) کړې ده. د ترکیې ولسمشر رجب طیب ارغان وویل، دا برید د ((ترهګرۍ بدرنګه مخ)) ښکارندويي کوي. د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG