د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې د مظاهره کوونکو ضد عملیات کېږي


د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان وايي، که په اسلام اباد کې له احتجاج کوونکو مذهبي ډلو سره خبرو نتیجه ورنکړه نو د چارشنبې یا شورو پر ورځ به د رسنیو مخې ته د هغوی ضد عملیات کوي او سیمه به خالي کوي.

د مارچ پر ۳۰مه له پارلېمان سره نېږدې سیمې امنیت سخت کړل شوی دی.

د سې شنبې یا نهې پر شپه نثار علي خان خبریالانو ته وویل، له ټولو مظاهره کوونکو سره یې خبرې نه دي شوې او یوازې له کراچۍ ورغلیو مشرانو سره یې خبرې کړې دي.

ده وویل، ټول مشران ورته ((محترم دي)) او غواړي دا مسله په سوله ییزه توګه هواره کړي.

د پنجاب پخواني ګورنر وژونکي ممتاز قادري پلویان د مارچ پر ۲۷مه اسلام اباد ته ورسېدل او هلته یې د پارلېمان مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG