د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې افغان ځواکونو شپږ پاکستاني وګړي نیولي


په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي،چې یادو ځواکونو د جمعې په ورځ د خوست-ګردیز د لويې لارې په اوږدو کې په یو باروړونکي ګاډي کې شپږ پاکستاني وګړي نیولي، چې دوې ښځې هم په کې دي.

د چارواکو په وینا له دې شپږو پاکستانیو وګړو سره د دوی یو افغان ملګری هم نیول شوی دی.

نن د شنبې پر ورځ د پکتیا د تندر ځواکونو مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له نیول شویو کسانو سره شپږ پاکستاني شناختي کارډونه(پېژند پاڼې) او دوې افغاني تذکرې هم ورسره وې.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې نیول شوي کسان د پوښتنو ګرويږنو لپاره کشفي ادارو ته ورپیژندل شوي، خو دا چې دې کسانو په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې څه ویلي او یا دوی چیرې روان ول، په ې اړه خبرپاڼه کې وضاحت ندی راغلی.

بل لوري ته په خبرپاڼه کې په غزني کې د څلورو وسلوالو د وژل کیدو او څلورو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د ملي اردو چارواکي وايي یادو ځواکونو تېره ورځ د غزني د اندړو ولسوالۍ د نظرخان ګولايي په سیمه کې وسلوالو سره مخامخ نښته کړې، چې دوه وسلوال په کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د غزني د ګیرو په ولسوالۍ کې وسلوالو د ملي اردو سرتیرو لوري ته میزایل توغندي فیر کړي، چې یو يې پر یو کور لګیدلی او یو ماشوم په کې ټپي شوی دی، بیا د ملي اردو لخوا د درونو وسلوالو په ځوابیه برید کې دوه تنه وسلوال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د تندر ځواکونو د خوست او غزني ولایتونو په مربوطاتو کې د عملیاتو په ترڅ کې (۸)کړۍ ډول ډول ماینونه کشف اوپه سیمه کېيې چاودنه ورکړې ده.

د یادولو وړ ده، چې په پورتنیو عملیاتو کې امنیتی ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.

XS
SM
MD
LG