د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: وروستیو بارانونو کې ۱۷۹ کسان مړه او ژوبل شوي


انځور له ارشیفه اخېستل شوی
انځور له ارشیفه اخېستل شوی

په پاکستان کې چارواکي وايي، د ورښتونو لړۍ چې څو ورځې وړاندې پیل شوې وه لا هم تم شوې نه ده او د وروستیو شمېرو ترمخه تر اوڅه یې په ترڅ کې ۷۹ کسان مړه شوي او د سلو په شاوخوا کې نور ژوبل شوي دي.

د قدرتي افتونو سره د مبارزې ملي اداره .N.D.M.A وايي د روانې میاشتې له نهمې نېټې نه په ملک کې د بارانونو سلسله پیل شوې چې د ملک په یوشمېر سیمو کې یې خلکو ته د سر او مال زیانونه ور اړولي دي.

پاکستان کې بارانونه
پاکستان کې بارانونه

د نوموړې ادارې د معلوماتو له مخې د بارانونو له وجې په قبایلي سیمو کې ۲۹، په بلوچستان کې ۱۹، د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې ۱۱، او په خېبر پښتونخوا او پنجاب کې لس لس کسان مړه شوي دي.

د خېبر پښتونخوا په چترال سیمه کې هم بارانونو د خلکو کورونه وران کړي او د سر او مال زیانونه یې ور اړولي دي.

په خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې خلک وايي حکومت ورسره تر اوسه هېڅ ډول مرستې نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG