د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د بس دننه چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي


په پېښور کې په نخښه شوی بس
په پېښور کې په نخښه شوی بس

پېښور - د چارشنبې پر سهار د پېښور په صدر سیمه کې د سنهري جومات په خوا کې، په یو بس کې بمي چاودنه شوې ده.

د پېښور د پولیسو مشر عباس مجیدمروت او د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني وايي په دې چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي چاودیدونکي مواد د سول سکټریټ په بس کې چې له درګۍ یې پېښور ته سرکاري مامورین لېږدول، ایښودل شوي.

ژوبل کسان نږدې لیډي ریډنګ روغتون ته رسول شوي دي. د روغتون یو مسول غلام سبحاني مشال راډیو ته وویل چې په ژوبلو شویو کې د ځینو حالت د اندېښنې وړ دی.دی وايي یاد روغتون ته ۳۹ ژوبل کسان. د ژوبلو په منځ کې څلور مېرمنې هم ښودل کیږي.

په دغه روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.

عیني شاهدان وايي د بس چت الوتلی دی.

د برید ذمه واري دوو ډلو قبوله کړېده. د مجلس عسکري او لشکر اسلام ډلو مشال راډیو ته د نامعلوم ځای نه د ټیلیفون پر لیکه ومنله چې د حملې تر شا دوی لاس درلود.

عيني شاهدينو رسنيو ته ويلي، چادودنه دومره زوروره وه، چې له امله يې د شاوخوا کورنيو، دفترونو کړکۍ او د ولاړو موټرونو شيشې ماتې شوي دي.

دا لومړى ځل نه دى، چې د خيبر پښتونخوا د دولتي ملازمينو په بس کې بمي چاودنه کېږي، بلکې تر دې مخکې په ٢٠١٢ په جون او د ٢٠١٣ په سپتمبر مياشت کې هم د پېښور د چارسده روډ په ګلبېله سيمه کې په دغو بسونو کې بمي چاودنې شوې وې، چېپه دواړو کې ٣٥ کسان وژل شوي وو.

د پاکستان وزيراعظم، د داخله چارو وزير، د خيبر پښتونخوا دولتي چارواکيو او عمران خان دغه چاودنه غندلې او دا يې يو غېر انساني عمل بللى دى.

XS
SM
MD
LG