د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان؛ د نورستان د دواب ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو


د لغمان امنیتي چارواکي وايي،د سېشنبې پر ورځ شاوخوا اوه نیمې بجې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ امنیه قوماندان عنایت الله همت په خپل شخصي موټر کې کور ته په لاره و چې د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ اړوند بدیع اباد سیمه کې د وسله والو د کمین له برید لاندې راغلو او ووژل شو.

د لغمان ولایت مطبوعاني مسوول سرحدي ځواک مشال راډیو ته وویل زیاتوي چې په دغه پیښه کې د قوماندان ساتونکی ټپي شوی خو په ځوابي ډزو کې یو تن د دولت مخالف وسله وال هم وژل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG