د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزني اته ولسوالۍ د وسله والو له ګواښ سره مخ دي


د غزني امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت اته ولسوالۍ د مخالفو وسله والو له ګواښ سره مخامخ دي.

د غزني امنیې قومندان جنرال امین الله امرخیل د مشال راډیو افغان څانګې ته ویلي، د دې ولایت د امنیتټینګښت تدابیر یې د کورنیو چارو له وزارت سره شریک کړي خو تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې.

د امرخیل په وینا که وسله والې ډلې د غزني ولسوالي ونیسي، کولای شي په نهو ولایتونو کې یو شمیر نورې سیمې له ګواښ سره مخامخ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG