د خېبر پښتونخوا په پېښور کې يو پوځي افسر په وسله وال بريد کې وژل شوی دی. ځايي استخباراتي چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې کرنل طارق غفور نن د سربند په حدودو کې له رنګ روډ سره نږدې تر وسله وال بريد لاندې راغلی. چارواکو زياته کړه، وژل شوی پوځي چارواکی د کوهاټ استوګن و خو دم ګړی په کوټه ښار کې پر دنده مامور و. نوموړي د پېښورپه حيات اباد کې هم کور درلود او هلته د رخصتۍ لپاره تللی و.
د پېښور چاوڼۍ یو پولیس مشر اېس پي کاشف ذوالفقار مشال راډيو ته وویل، وژل شوی کرنل د جمعې لمانځه لپاره روان وو چې وسله والو پرې ډزې وکړې.
ذولفقار زیاته کړه، دوی پلټنې کوي چې دا د ترهګرۍ پېښه وه او که څنګه، خوتحريک طالبان پاکستان بیا مشال راډيو ته لېږلې خبرپاڼه کې د دې بريد مسوليت منلی دی.