د لاسرسي ځای

تازه خبر

'حکومت دې د خېبر پښتونخوا سوداګرو حفاظت وکړي'


په پېښور کې د زیارت په ورځ تاجرانو په یوه غونډه
په پېښور کې د زیارت په ورځ تاجرانو په یوه غونډه

په پېښور کې د زیارت په ورځ تاجرانو په یوه غونډه کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د سوداګرو ژغورنې لپاره دې ګامونه پورته کړي او که پولیس یې ساتنه نشي کولی نو په پېښور کې دې د فرنټیېر کور ځواکونه وګماري.

سوداګر وايي له دوی څخه کلنګونه غوښتل کېږی او پوره یوه میاشت وړاندې د کلنګ په نه ورکولو د خېبر پښتونخوا سوداګر مرکزي تنظیم یو مشر حاجي حلیم جان ناڅرګندو کسانو وواژه او تر هغه وروستو تر دې دمه د تاجرانو احتجاجونه او غونډې دوام لري.

د تاجرانو غوښتنو په لړ کې د پښتونخوا تاجرانو اتحاديې مشر ملک مير الله هي مشال راډیو ته ووېل((یوه غوښتنه زموږ دا ده چې حلیم جان ته دې حکومت د شجاعت تمغه ورکړي ځکه چې هغه د کلنګ له ورکولو انکار کړی وو او په دې تورزنۍ هغه ووژل شو، بل دا چې د پولیسو اوسنی مشر دې بدل کړي او موږ ته دې د پولیسو یو پښتون مشر راکړل شي، بل دا چې پولیس زموږ په امنیت کې پاتي راغې نو موږ ته دې د حفاظت لپاره د اېف سي امنیتي سر تېري راکړي، که زموږ حفاظت یقیني نه کړل شو نو سوداګر فکر کوي چې له دې ځایه بلې صوبې ته کډه وکړي))

د مردان سوداګراتحادیې یو مشر سلطان محمد مومند چې دې غونډې ته ورغلی وو مشال راډیو ته وویل، په پښتونخوا کې تاجران د کلنګ غوښتنو ډېر تنګ کړي دي او پکار ده حکومت یې مخه ونیسي((موږ ته هم د قبایلي سیمو څخه ټیلیفونونه راځي او د دې له وجي زموږ خوب حرام شوی دی او بچې مو ناآرامه دي، او پېسې رانه غواړي، چې پېسې ورکوو نو له بل مشکل سره مخامخېږو او حکومت مو بیا تنګوي چې تاسي ترهه ګرو ته ولې پیسې ورکوئ، او که نه يې ورکوو نو د حلیم جان په رنګ وژل کېږو، نو موږ خو له هر لوری وهل کېږو، حکومت مو د تجاوزاتو په شکل کې تنګوي او بل اړخ ته د کلنګ اخیستلو پرچې او دړکې بله ستونزه ده، هم څو ورځي وړاندي زموږ په خپلوانو کې د یو تن زوی یې تښتولی دی او د کلنګ اخیستلو غوښتنه ترې شوې ده، نو موږ چاته ولاړ شو، زه خپله د پولیسو مشر ای جي پي ته ورغلی ووم نو هغه راته ویل تاسې خپله ساتنه پخپله وکړئ))

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت یا امنیتي ادارو د سوداګرو د دې تازه غوښتنو په لړ کې څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې د پېښور پولیسو ویلي وو چې د کلنګ اخیستلو لپاره ټیلیفون زنګونه د افغانستان له سیمونو کېږي خو تاجران وايي پکار ده د پاکستان حکومت خپله هم د دې د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي ځکه چې د تاجرانو نه هم په پېښور او نورو سیمو کې کلنګ اخیستل کېږی او د کلنګ په نه ورکولو وژل کېږی یا د هغوی د کورونو خوا کې چاودنې کېږي.

XS
SM
MD
LG