د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې څلور تنه داعشیان وژل شوي


د ننګرهار چارواکي دعوه کوي په کوټ ولسوالۍ کې له ملي امنیتي ځواکونو سره د نښې پر مهال څلور تنه داعش وسله وال وژلي او يو تن يې ژوندی نيول شوی دی.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول، حضرت حسین مشرقیوال له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل،نن (د چارشنبې پر ورځ ) شا وخوا لس بجې داعش وسله والو غوښتل چې د کوټ ولسوالۍ د تور راغه په سيمه کې تخريبي اعمال تر سره کړي چې د محلي پوليسو او د ملي اردو د ځواکونو تر بريد لاندې راغلل او تر يو نيم ساعت پورې نښتې دوام وکړ چې په نتیجه کې يې څلور تنه داعش وسله وال ووژل شول او يو تن يې ژوندي ونيول شو.

مشرقيوال وايي چې په دغه نښته کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

داعش وسله والو په دې اړه تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG