‘د افغان سولې بهیر او د ښځو حقونو په اړه کار کوو’
په افغانستان کې د اسلامي انقلاب د حرکت په نوم یو بنسټ چې له څه مودې راهیسې یې فعالیتونه پيل کړي، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خپلې رهبرۍ پلاوی بشپړ کړ. د دغه بنسټ مشران وايي چې تر ډېره د دوی هدف په افغانستان کې د سولی ټینګښت،د ښځو د حقونو په برخه کې کار کول او یو شمېر نور اصلاحي پروګرامونه دي. ویډیو او ایډیټ:ابراهیم صافی