د لاسرسي ځای

تازه خبر

شېرعلي په پرې پښه کرکټ لوبه کوي


شېرعلي په پرې پښه کرکټ لوبه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:39 0:00

د خېبر ایجنسۍ باړې ملک دینخېلو دوه ویشت (۲۲) کلن شېر علی اپرېدی د معذورې باوجود په کرکټ لوبه کې یو له تېز ترینو باولرانو (توب ویشتونکو) ګڼل کېږي. شېر علي په وړوکوالي کې په یوه حادثه کې یوه پښه پرې شوې وه،خو وایي حوصله یې و نه بایلله او له تعلیم سره سره یې خپله لوبه هم جاري وساتله. نوموړی وایي چې په ۲۰۰۹ کې په باړه کې د جګړو او پوځي عملیاتو له امله بې کوره شو او اوس په پېښور کې ژوند کوي. د پېښور له شاهي باغ سره نزدې په جیمخانه کرکټ اکاډیمۍ کې لوبه کوي او د معذورانو په قومي او بین الاقوامي سیالیو کې یې برخه اخیستې ده. دی سویټزرلېنډ، فرانس، هند، بنګله دېش او افغانستان ته تللی دی. د مشال راډیو له خبریال فرهاد شینواري سره په خبرو کې شېرعلي اپرېدي پر پاکستان کرکټ بورډ غږ وکړ چې معذورانو ته دې د روغ رمټو لوبغاړو غوندې اسنانتیاوې ورکړل شي او غوښتنه یې وکړه چې د قبایلی معذورانو لوبډله دې د لوبو لپاره بوځي.

XS
SM
MD
LG