د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومند چادونه: د نشيي توکیو ادارې درې غړي مړه او څلور ژوبل


نن د نهې ورځې غرمه په مومندو کې د سړک غاړې یوې چاودنې د نشيي توکیو ضد سرکاري ادارې [انټي نارکوټیکس] د یوه غړي په شمول دوه تنه وژلي او د مومندو اجنسۍ امبار تحصیلدار فراموش خان او درې نور سرتېري یې ژوبل کړي دي.

د پولیټکل انتظامیې په وینا د امبار په سنګر کلي کې د نشيي توکیو ضد سرکاري ادارې یو ګاډی په نخښه شوی دی، او ګاډی هم په مکمله توګه ویجاړ شوی دی.

د چارواکو په وینا تحصیلدار فراموش خان سخت ژوبل دی، او د درملنې لپاره یې د پېښور لوی روغتون ته لېږدولی دی.

یاده دې وي، چې دوه اوونې وړاندې د مومندو اجنسۍ په یکه غونډ او پنډیالۍ سیمو کې په یوه شپه په دوو بېلا بېلو پېښو کې د خاصه دار ځواک نهه تنه سرتېري وژل شوي وو، او یو تن چې د ساپو اوسېدونکی وو، په بارودي چاودنه کې وژل شوی وو.

له پېښې وروسته په سیمه کې لټون روان دی، او له تېرو دوو اونیو راهسي په سیمه کې د ماسخوتن له اتو د سهار تر اتو بجو لګېدلی ګرځبندیز [کرفیو] لا هم دوام لري.

د یادي پیښی زمه واري تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ویاند احسان الله احسان قبوله کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG