دا خبره په پاکستان کې د تعليمي پرمختګ لپاره د کارکونکې غير دولتي ادارې – الف علان – په هغه رپورټ کې شوې چې د فبرورۍ پر ۲۶مه نېټه خپور شوی دی.
په سوات کې د دې ادارې يوه چارواکي جواد اقبال نن (شنبه) مشال راډيو ته وويل چې په خېبر پښتونخوا کې د ۲۰۱۴م کال پرتله په ۲۰۱۵م کال کې له تعليمه د ماشومانو په بې برخې کېدو کې زياتوالی راغلی دی .
د جواد اقبال په وینا ، په قبايلي سيمو کې هم ۶۰ فيصده ماشومان سکولونو ته نه ځي چې زياتره شمېره پکې د نجونو ده.
نوموړي وویل چې په خیبر پښتونخوا کې هره ورځ ۱۸ فیصده ښوونکي سکولونو ته نه حاضریږي.
د الف اعلان په دې رپوټ کې ويل شوي چې له شاوخوا – پنځه کروړه ديرش لکه – ماشومانو څخه چې عمرونه یې د پنځو او شپاړس کلونو تر منځ دي، ۴۷ فيصده یې له تعليمه بې برخې دي.
د الف اعلان له چارواکي جواد اقبال سره د مشال راډیو خبریال اسرار عالم مومند مرکه کړېده.
د جواد اقبال مرکه دلته واورئ