له طالبانو سره مخامخ خبرې په مارچ میاشت کې کېږي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې چې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې د راتلونکې مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې وشي. د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د سولې څلوراړخیزې غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي د غونډې برخوالو د طالبانو له ټولو ډلو غوښتي چې د خپلو با صلاحیته استازیو له لارې په هغه غونډه کې برخه واخلي چې په مارچ میاشت کې د پاکستان په کوربه توب جوړېږي.