د لاسرسي ځای

تازه خبر

مقدونیا خپلې پولې د افغان کډوالو پر مخ تړلي


مقدونیا له هغه وروسته خپل پولې د افغان کډوالو پر مخ وتړلې چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي نه شي کولی خپل هېواد د کډوالو په کمپ بدل کړي.

د مقدونیا بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، سربیا، کروشیا او سلووېنیا پرېکړه کړې چې په دې هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېر کم شي.

د چارواکو په وینا په تیرو څو ورځو کې تر ۶۰۰ زیات افغانان له دې هېوادونو بیرته مقدونیا ته استول شوي دي .

د راپورونو له مخې دا مهال د ۵۰۰۰ په شا او خوا کې افغان کډوال په یونان کې چې له (مقدونیا سره ګډه پوله لري) ایسار دي او اروپا ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږ ي.

د افغانستان کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ازادي راډیو ته وویل، له اروپايي هېوادونودا تمه نه کېږي چې له کډوالو سره دې دوه ګونی چلن وکړي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG