بری د تیری نام په نصیب شو
په صوابۍ کې د ټانګو زغلولو مقابله کې ډېرو خپل برخلیک وازمویلو، خو بری د شهسوارخان په نصیب شو. د نوموړي آس د افغانستان نه په ډالۍ کې راوړل شوی او تیری نام نومیږي. د یارحسین صوابۍ دغه زلمی وايي خوشاله دی چې اس یې د زغاستې مقابله وګټله او د بریا جام دده په برخه ورسېد. تیری نام څلور کلومیټره واټن په څه کم اوو منټو کې ګز و ګام کړ. د مشال خبریال ځلاند یوسفزی هم دغې خوندورې لوبې کتلو ته ورغلی و.