د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتو دې د ښونځي ژبه شي


پښتو دې د ښونځي ژبه شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:28 0:00

د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په پېښور کې لسګونو ملت پالو پښتنو لاریون وکړ. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا ترتیب شوي دغه لاریون کې ګډونوالو شعارونه ورکول چې پښتو دې د ښونځي او دفتر ژبه وګرځول شي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مهم مشر مختارخان یوسفزی هم په لاریون کې موجود و او د ژبو د نړیوالې ورځې د اهمیت په اړه یې خبرې وکړې. د نوموړي ګوند یو شمېر نورو مشرانو هم په دې موقع ویناوې وکړې او د پښتو ژبې د پرمختګ په اړه یې خپل نظرونه له نورو سره شریک کړل. د مشال راډیو خبریال شبیرجان پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG