د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یونان کې د ډوب شوو افغانانو مړي کابل ته ستانه کړل شو


د هغو اوو تنو افغانانو جسدونه چې اروپا ته په لاره د یونان په اوبو کې ډوب شوي وو نن کابل ته انتقال شول.

د حامد کرزي دنړیوال هوايي ډګر قوماندان حق نواز حقیار کورنیو ته د مړو د سپارلو پرمهال وویل چې په قربانیانو کې درې ښځې درې نارینه او یو ماشوم شامل دي.

د قربانیانو د کورنیو یوه غړي ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د کورنۍ د غړیو شمېر دولس تنه و چې د پنځو په اړه یې تراوسه معلومات نشته.

د قربانیانو د کورنیو غړي له خلکو غواړي چې په غیر قانوني لارو اورپا ته له سفر څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې اوس هم اروپا ته د افغان کډوالو د تګ لړۍ روانه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG