د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي مشران: حکومت دې په فاټا کې د سرشمېرنې کړنلاره څرګنده کړي


قبایلي مشران: حکومت دې په فاټا کې د سرشمېرنې کړنلاره څرګنده کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

اسلام اباد: د پاکستان په پارلمان کې د قبابلي سیمو استازي وايي ، حکومت دې د دوی په سیمه کې د سرشمېرنې – مردم شمارۍ – په اړه خپله کړنلاره څرګنده کړي. دوی وايي ، دوی په دې اړه ځکه اندېښمن دي چې د پوځي عملیاتو او بد امنۍ له کبله د قبایلي سیمو په لکونو ولس په نورو ښارونو کې مېشت دي. دوی وايي ، په ۲۰۱۱م کال کې چې کومه کور شمېرنه شوې وه په هغه وخت کې هم په یو شمېر سیمو کې عملیات او بدامني وه نو ځکه دې هغه له سره وشي. بل پلو د پاکستان د خزانې او محصولاتو سيکټر رانا محمود قامي اسمبلۍ ته ويلي چې تر څو د امنيت په برخه کې د پوځ لخوا ډاډ ورنکړل شي تر هغو دوی په هېواد کې سرشمېرنه نه شي کولای. په دې اړه د سراج ظهیر رپوټ دلته واورئ

XS
SM
MD
LG