د لاسرسي ځای

تازه خبر

سر شمېرنه د پوځ د مرستې بغیر نه شي کېدلای


د پاکستان د خزانې او محصولاتو سيکټر رانا محمود قامي اسمبلۍ ته ويلي چې تر څو د امنيت په برخه کې د پوځ لخوا ډاډ ورنکړل شي تر هغو دوی په هېواد کې سرشمېرنه نه شي کولای.

رانا محمود د جمعې پر ورځ د متحده قامي مومنټ د يوه غړی د پوښتنې په ځواب کې وويل چې ولسي حکومت ټول انتظامات بشپړ کړي دي خو په ځېنو سيمو کې د امنيت وضع ته په کتو سره سرشمېرنه د پوځ د مرستې بغير نه شي کېدلای.

نوموړي هېله و ښودله چې پوځ به په دې اړه ډېر ژر حکومت ته ځواب ورکړي.

د ده په وينا که چېرې پوځ د امنيت ساتلو ډاډ ورکړی نو ښايې د سږ کال په اپريل او مې په مياشت کې دا کار وشي.

رانا زياته کړه چې د سرشمېرنې لپاره ټول هېواد په ۱،۶۶،۸۰۰ بلاکونو يا په برخو کې وېشل شوی دی او د هربلاک لپاره د يوه ولسي کارونکي او د يوه عسکر اړتيا ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG