د لاسرسي ځای

تازه خبر

“له افغانستانه په ۲۰۱۵ کال کې۲۵۰ خبریالان وتلي”


د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره (نۍ) وایي چې د ۲۰۱۵ کال په ترڅ کې د رسنیو تر ۲۵۰ ډير غړي له افغانستانه وتلي دي.

د نۍ په نامه دې ادارې مشر مجیب خلوتګر بېګا مشال راډیو ته وویل چې له هیواده د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو تګ ته اندیښنه لري.

هغه وویل« تر دې وروسته چې خلکو په افغانستان کې داسې ګومان وکړ چې د اروپا سرحدونه د افغانانو، عراقیانو او شامي وګړو پرمخ پرانیستل شوي دي، نو افغان خبریالانو هم افغانستان پرېښودل پیل کړل»

د افغانستان د کډوالو د چارو د وزارت په وینا په وروستیو کې تر دوه نیم لکه ډیر افغانان اروپا ته تللي دي او د پناه اخیستو درخواستونه یې ورکړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG