کابل: په افغانستان کې د ولسي وژنو پر ضد لاریون
مظاهره کوونکیو وویل، وسله وال طالبان، د اسلامي دولت ډله او داسې نور افغان دښمنه ګروپونه له افغانستانه بهر روزل کېږي، تمویلېږي او بیا افغانستان ته لېږل کېږي. د کابل ښار احمدشاه بابا مینې، ځوانانو ټولنې د یوه لاریون په ترڅ کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او په ټولیزه توګه د ترهګرو ډلو اعمال وغندل. دوې وویل، په افغانستان کې د زرګونو ولسي وګړو د وژلو عاملین وسله وال طالبان او نورې ترهګرې ډلې دي. د کابل ښار احمد شاه بابا مېنې د ځوانانو د ټولنې غړو په هېواد کې د ټولو ولسي وګړو د وژلو پړه پر وسله والو طالبانو واچوله او له نړېوالې ټولنې یې وغوښتل چې د افغانانو پر ضد دې د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د بریدونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.